افغانستان کې د سره صلیب دوه تښتول شوي غړي خوشې شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روان میلادي کال په لومړیو کې د سره صلیب دوه کارکوونکي چې جوزجان کې تښتول شوي وو وسله والو لخوا خوشې شوي دي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیتې د سې شنبې په ورځ کړي دي.
په افغانستان کې د سره صلیب کمیتې رییسه مونیکا زانارلي رسنیو ته وویل: مونږ ډېر خوښ او منندوي یو، چې کارکوونکي مو له کوم زیان پرته بیا راسره یوځای شول.
روان میلادي کال جوزجان کې د سره صلیب ۶ کسان تښتول شوي وو.
هغې څرګنده کړې: اوس زمونږ لومړیتوب دا دی، چې دوی له بشپړې روغتیا برخمن او له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
دا لومړې ځل نه دې چې افغانستان کې د بین المللي ټولنو وګړي تښتول کیږي تردې وړاندې د کانادا، امریکا، انګلستان او چین وګړي هم افغانستان کې تښتول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *