افغانستان کې د داعش مشر ووژل شو

comments 0

156 Views

هندوکش – ننګرهار: د افغانستان لپاره د داعش ډلې عمومي مشر ابوسعید اورکزی له خپلو لسو ملګرو سره ووژل شو.
ملي امنیت وايي، ابو سعید اورکزی او د هغه ملګري د بې پیلوټه الوتکې له لوري تیره شپه د خوږیاڼو جګل سیمه کې په نښه شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه برید کې نور چاته زیان نه دی اوښتی او وژل شوي ټول د داعش ډلې غړي وو.
په دې برید کې د داعش یو شمېر مهمات او وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments