افغانستان کې د تاوترخوالي پېښو ته نړیوال غبرګونونه

comments 0

14 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کار کوونکو چاودنه د بهرنیو سفارتونو لخوا په کلکه غندل شوې ده.
شنبه د جون ۲۷(چنګاښ۷) د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د بشري حقونو دوه کار کوونکي د هغوی په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین چاونه کې ووژل شول.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه خبر تائید کړی او په دې اړه یې ژوره اندېښنه ښودلې.
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسون په دې اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د وژل شوو کسانو له کورنیو سره غم شریکي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چې ورته بریدونه په هیڅ صورت د منلو نه دي.
ښاغلي ویلسن پر خپل ټوېټر لیلکي:”موږ له ټولو هغو کسانو څخه چې له دغه هیواد سره مینه لري تاوتریخوالی کم او وژنې پای ته ورسوي او د ورته بریدونو د معافیت په پای ته رسولو سره سولې ته کار وکړي.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم دغه برید غنلی او ویلي چې د بشري حقونو پر مدافعینو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
یوناما په دې اړه دجدي څېړنو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان لپاره اروپايي ټولنې هم ددغه برید د غندلو ترڅنګ د بشري حقونو کمېسیون د کار کوونکو په نښه کول پر ډموکراټیکو ارزښتونو برید بللی دی.
“دا د دیمو کراټیکو ارزښتونو پروړاندې برید دی،د بشري حقونو تر څنګ درېدل تر بل هر وخت زیات مهم دي.”
په کابل کې د بریتانیې سفیري هم الیسون بلکي هم دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکۍ په ښودلو يې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړې ویلي:”د زړه له تله د وو تنو په وژل کېدو سره خواشینې شوم، د قربانیانو له کورنیو سره ژوره غم شریکي ښوو، دغه وژنې بای ختمې شي.”
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو او یو شمېر نورو سفارتونو هم د بشري حقونو پر کار کوونکو دغه برید غندلی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل دغه چاودنه چې د دوولسمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون هم وروسته وویل چې وژل شوي کسان د دوی کار کوونکي دي چې دندې د تګ پر مهال یې د «بتخاک څلور لارې» په سیمه کې پر موټر نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments