افغانستان کې د امریکا ملکي مرستې ارزول کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امریکا او افغانستان حکومتونو په ګډه له افغانستان سره د امریکا د ملکي مرستو د بیا ارزولو خبر ورکړ.
تیره ورځ د ملکي مرستو د بیا ارزولو لومړنۍ غونډه په کابل کې وشوه چې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله او د ماليې وزارت سرپرست همایون قیومي پکې برخه اخیستې وه.
کابل کې د امریکا سفارت ویلي، دا ارزونه د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه کیږي چې د ستراتېژیکو همکاریو، د افغان حکومت د پراختیایي لومړیتوبونو سره د همغږۍ، لاسته راوړنو او ستونزو د پېژندلو په برخو باندې متمرکزه ده.
که څه هم د امریکا سفارت نه دي ویلي چې دوی هر کال له افغانستان سره څومره ملکي مرستې کوي، خو ويلي یې دي چې د افغانستان د په ځان بسیاینې لپاره د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې، انرژۍ، زېربنایي سکتورونو او دغه راز د بشردوستانه او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments