افغانستان کې د امریکا سفیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د ترور طراح ونیول شو

comments 0

32 Views

هندوکش ـ ننګرهار: ملي امنیت وايي، د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ اړوند سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش وسلوالې ډلې د هدفي وژنو مسئول غړی نیول شوی دی.
د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د عبدالواحد په نوم د داعش ډلې د هدفي وژونو غړی له دریو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.
خبرپاڼه وايي، چې عبدالواحد نومي کس پلان درلوده، چې افغانستان کې د امریکا سفیر او لوړ پوړي افغان چارواکي په نښه کړې، چې هدف ته تر رسیدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو. د خبرپاڼې په وینا چې د نیول شوي کس د کورنۍ دوه نور غړي هم د داعش په رهبرۍ کې وو، چې په تیر کې د یوه هوایي برید په پایله کې وژل شوي وو.
د ملي امینت صفر دوه قطعې خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو بریټا تفنګچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره یز هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments