افغانستان کې حبیب بانک جواز لغوه شو

comments 0

177 Views

هندوکش – کابل: دافغانستان په کابل او ټولو ولایتونو کې د پاکستاني بانک (حبیب بانک) د کار جواز لغوه کړی او له افغانانو غوښتنه شوې چې تر درې میاشتو له دې بانک څخه خپلې پيسې وباسي.
دافغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وایي، د دې بانک د خدماتو د جواز لغوه کول اصولو ته نه مراعت او ټیټ کیفیت خدمات و چې جواز یې لغوه شوی دی.
دافغانستان بانک له دغه بانک څخه غوښتل چې تر درې میاشتو په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورسوي.
هاشور وویل، چې د دغه بانک د کار د جواز لغوه کېدل سیاسي انګېزه نه لري، بلکې د دې له امله چې د افغانستان تمې نه دي پوره کړي لغوه کړی دی.
د افغانستان بانک د معلوماتو له‌مخې حبیب بانک له تېرو شااوخوا لسو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کاوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments