افغانستان کي ۶سوه کونډې ثبت شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: شهدا او معلولینو برخه کې د دولت وزارت مالومات ښيپي چې افغانستان کې له ۵ تر ۶ سوه زره کونډې ثبت شوي دي.
تیره ورځ د کونډو په نوم نړیواله ورځ وه چې په ځینو هېوادونو کې د له دوی سره د مرستو کولو لپاره نمانځل کېږي، خو افغانستان کې بیا کونډې ورځ نه لري.
افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ټولو کونډو سره نه، خو له یو شمېر کونډو سره کلنۍ مرستې کوي.
د کار او ټولنیز چارو وزارت وایي، د جګړې او بې وزلي له امله ورځ بلې ته د کونډو شمېر زیاتېږي چې دوی د کونډو نوې سرشمېرنه یې هم پیل کړې ده.
افغانستان کې تر ډېره د ښځو وضعیت ښه نه بلل کیږي، خو همدا ښځې چې کونډې شي بیا یې اقتصادي او نورې ستونزې دوه برابره کېږي.
کونډې اوږد مهاله مرستو ته اړتیا لري چې باید د یوه کره ادرس او سیستم له مخې ورته ورکړل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments