افغانستان کرکټ کې ماتې وخوړه

comments 0

2199 Views

هندوکش_کابل: افغان کرکټ ملي لوبډلې له کوربه ایرلنډ لوبډلې څخه د ۷۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ایرلنډ په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډې وکړې چې افتاب او دولت درې درې لوبغاړي وسوځول او راشد خان دوه لوبغاړي.

افغان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې و نه توانیده چې کم هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په ۱۳۸ منډو وسوځیدل.

تر دې وړاندې لوبه افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه ګټلې وه.

دا لوبې دوستانه دي چې د نړیوال یو ورځنیو لوبو د جام لپاره ترسره کیږي.

آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments