افغانستان په کرکټ کې تاریخي بریا تر لاسه کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کرکټ بورد نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان اسلامي بانک جام د يوازينۍ ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې ټیسټ لوبه وګټله.

دا لوبې د هند په دهراودون ښار کې روانې وې.

دا په داسې حال کې ده چې ایرلنډ په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۲ منډې وکړې چې افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې ترسره کړې.

دویمه پاڼۍ کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.

د لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.

احسان الله جنت د څلورم افغان لوبغاړي په توګه په دې لوبه کې نیمه سلیزه ترلاسه کړه.

دا یې لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۵۰ منډې ترلاسه کړې چې دوه شپږیزې او ۶ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې دي.

رحمت شاه او احسان الله جنت په دویمه ويکټ سل منډې ملګرتیا هم پوره کړه.

رحمت شاه هم یو ځل بیا له ایرلنډ سره د یوازينۍ ټیسټ لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیمه سلیزه پوره کړه.

Image caption د لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.

نوموړي د ۷۷ توپونو په لوبولو او ۱۰ څلوریزو په ترلاسه کولو سره پنځوسیزه وکړه.

په تیسټ سیالیو کې راشد خان د لومړني افغان توپ اچوونکي په توګه پنځه لوبغاړي وسوځول.

نوموړي تېره ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د خپلو ویکټو اخیستو په اړه وویل چې د لوبډلې اړتیا پر وخت یې ورته ویکټې اخیستي.

آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments