افغانستان په لومړي ټسټ لوبه کې بنګلدیش ته 342 مندې وکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کرکټ بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنی ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې.
دا سیالي پرون د بنګله دېش په کوربه توب د دې هېواد په چاټوګرام ښار کې پیل شوه، افغان لوبډلې په دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، که څه هم افغان لوبډلې په ۷۷ منډو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د ورځې په اوږدو کې رحمت شاه او اصغر افغان ښکلې لوبه وکړه رحمت شاه د دې لوبې په لومړۍ پاڼې کې ۱۰۲ منډې جوړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېست کرکټ کې یې د سلیزې جوړولو ریکارډ په خپل نوم کړ.
په دې لوبه کې د افغانستان د پيل توپوهونکي احسان الله جنت او ابراهیم ځدراڼ وو چې دواړه په ترتیب سره په ۹ او ۲۱ منډو وسوځيدل.
حشمت الله شهيدي بیا په ۱۴ منډو وسوځېد مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان او افسر ځاځي ډېره ښه ملګرتیا جوړه کړه چې اصغر په ۹۲ او افسر په ۴۱ منډو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. محمد نبي او یمين احمدزی په صفر وسوځيدل، خو قیس احمد په ۹ منډو ويکټ له لاسه ورکړه. لوبډلمشر راشد خان هم د ټیسټ کرکټ لومړنۍ نیمه سلیزه ثبت کړه او په ۵۱ منډو وسوځيد.
د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام څلور لوبغاړي، نعیم حسن او شکیب الحسن د افغانستان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ، دغه راز محمد الله او مهدي حسن هم یو لوبغاړی وسوځوه.
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلمشر راشدخان هم په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی وشمیرل شو چې په ټيسټ لوبو کې د لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوي.
نوموړی د ۲۰ کلوونو او ۳۵۰ ورځو په عمر سره د بنګله دېش خلاف په روانه ټيسټ لوبه کې راښکاره شو.
دا مهال د دې تاریخي ټېسټ لوبې دوهمه پاڼۍ هم پیل شوې ده بنګله دېشۍ لوبډله په دې هڅه کې ده چې د افغانستان لومړنی ستر هدف پوره کړي او پر افغانستان منډې نورې هم واړوي.
د ټېسټ کرېکټ قانون له مخې هره لوبډله دوه پاڼۍ لوبولی شي د بنګله دېش وروسته به بیا هم افغانستان توپ وهنه پیلوي او وروستی هدف به ورته ټاکي، بیا به بنګله دېش د دوهم ځل لپاره راښکته کېږي او د لوبې نتیجه به معلومیږي.
افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته يوازې دوه ټيسټ لوبې کړي دي چې یوه یې له هنده بایللې او بله یې له ایرلینډۍ لوبډلې ګټلې ده.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments