افغانستان نه روان کال ۴۶۰ ټنه میوه هند ته صادره شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د افغانستان سوداګرۍ خونې چارواکو په وینا روان کال هوایي دهلیز د ۷ ملیونو ډالرو په ارزښت ۴۶۰ تنه میوه صادره شوې ده.
خان جان الکوزې وویل: د هوایي دهلیز پرانیستل کیدو تر اوسه کابل او کندهار نه ۶ الوتنې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: صادر شویو میوو کې ۳۶۰ ټنه لنده میوه او ۱۰۰ ټنه وچه میو او طبعی بوتي شامل دي.
په دې اړه بیا د افغانستان د صادراتو د پراختیا مسوول میر زمان پوپل ویلي چې د افغانستان او هند هوايي دهلېز له لارې د مېوو د لېږد په برخه کې ستونزې شته چې هغوی یې د حل لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس مهال هوا له لارې هندوستان، دوبې او داسې نورو هیوادونو ته لنده و وچه میوه صادري چې د افغانستان صادراتو کچه پخوا په پرتله څو برابره ډیره شوې ده.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply