افغانستان لپاره د امریکا سفیر ټاکنو کې د خلکو ګدون وستایه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د رایې اچونې په پروسه کې د خلکو ګډون ستایلی دی او وايي دوی ددغه پروسې ملاتړ کوي.
دده په خبره په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی او ګواښونه موجود دي، خو خلک له خپلو کورونه وتلي او رایې ورکوي.
جان باس ویلي دوی د ټولو هغو کسانو ملاتړ کوي چې له ګواښونو سره سره رایې ورکوي او خپله راتلونکې ټاکي.
نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو پر نوماندانو هم غږ کړی چې قوانینو ته درناوی وکړي او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.
هغه هیله ښودلې چې ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي او افغانان د خپل هېواد په سوله او ثبات کې فعاله ونډه واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments