افغانستان له کلابندۍ ژغورل شوی:عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

مالک عاصم صیب لیکي:

په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور یقیني شوی چې کابل اوس په اقتصادي او تجارتي برخه کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وکولی شو، چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هیواد خلاص کړي.

دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې اوس یې نیمروز، شیرخان بندر، حیرتان، تورغونډۍ، اقینه او اسلام کلا بندرونه د تورخم او سپین بولدک پرتله ډیر بوخت دي.

په وچه کې د راګیرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنۍ تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي.

سره له دې چې پاکستان وکولی شوپه تیرو ۴ لسیزوکې د افغان سپین ژیرو او ځوانانو وینو او مغزو ته خپل اغیزورپیچکاري کړي، خو د وروستۍ یوې نیمې لسیزې د سیاست له برکته یې د افغانانو د زړه د کرکې کندې ته د پاکستان نوم ورټیل وهلی او ټولې خوارۍ یې د پاکستان مرده باد له شعار سره وتړل شوې.

د پاکستان د ستراتیژیک ژوروالي سیاست اوس له هره اړخه دوی په خپله ناکام ګڼي او له اسلام اباد څخه د افغان بچي انځور د وژونکي تل پاتې دښمن دی، چې که یې لاس پرې بر شو د لوی افغانستان جنډه به په اټک کې ودروي.

د اسلام اباد دسیاست د الف او با لیکونکي فکر کوي، چې په سیاسي ډګر کې هم دوی خپله لوبه هندوستان ته بایلودې او نوی ډیلي د چابهار له لارې تر کابل او منځنۍ اسیا دتګ راتګ موزې بلاخره په پښو او پر افغان خاورې یې د ځمکې له لارې هندي غنم تویدل شوني کړل.

نیمروز د افغانستان د ګوټ ګوټ لاریو دورتګ کوربه دی، چې په کور دننه د لویوګاډو د تګ راتګ بازارته یې نوی لوری ورکړ.

سیمه د بدلون په درشل کې ښکاري، او افغانستان له سرې کرښې خپل سرخوندې ویستلی او د خپلې تنې د خوندي کولو هڅې کوي. هند وايي د چابهار بندر له لارې به د کابل اوډیلي راکړه ورکړه ژر میلیاردونو ډالرو ته ورسیږي او هندیان غواړي له نیمروز څخه د افغانستان ترمرکزي سیمو او ان شماله د اورګاډي داسې پټلۍ او کرښه جوړه کړي، چې منځنۍ اسیا ته یې مالونه ورسیږي.

دا په سیمه کې د څو هیوادونو د راکړې ورکړې د نوي موسم پیل دی، چې ویل کیږي د دغه نوي زړه خوړونکي طوفان په مخالف لوري حرکت کونکي به بې هدفه ستړي وي. کابل او نوي ډیلي څه باندې یوه لسیزه د واګې بندر ته اړولي وو، چې ددوی د موټرونو پرمخ یې خوله خلاصه نشوه.

د پاکستان پر ARY تلویزیون یوه بیګاني بحث دا خبره کوله، چې له اسلام اباد څخه د کابل د سولې د مرستې هیله به هم یوه ورځ د چا بهار په څیر له پاکستان پرته ترسره او افغانستان به د پاکستان له دې اغیزه هم خلاص شي. د همداسې ورځې په هیله د پرمختللي افغانستان منډې دې ګړندۍ وي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *