افغانستان له هند سره لوبه مساوي کړه

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ د تیرې ورځې لوبه مساوي شوه.
د لوبې ټاس یا پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان وروستۍ لوبه له هند سره وه چې، په پایله کې یې هند و نه توانېد د افغانستان هدف مات کړي.
په دغه لوبه کې افغانستان ۲۵۳ منډې هند ته هدف وټاکه او شهزاد محمدي ۱۲۴ منډې وکړې.
نبي عیسی خیل هم په لوبه کې ۶۴ منډې وکړې چې پر هند یې فشار زیات کړ.
تر دې د مخه په اسیا جام سیالیو کې افغانستان سریلانکا ته ۹۱ منډو په توپیر، بنګلدیش ته د ۱۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments