افغانستان له ازبکستان سره پوله بېرته پرانېستله

comments 0

47 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د افغانستان او ازبکستان پوله یو ځل بیا د دواړو غاړو د خلکو د تګ راتګ په مخ خلاصه شوه.
دغه پوله چې څو میاشتې مخکې دواړو هېوادونو ته د کرونا د وبا د خطر په پار تړل شوې وه، یو ځل بیا پرانیستل شوه.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د دغې لارې د پرانیستو په اړه رسنیو ته ویلي، چې دمګړۍ هغه کسان پر یاده لاره تګ راتګ کولی شي، چې د افغانستان پاسپورت له ځانه سره ولري.
د ښالي فرهاد په وینا، چې د حیرتان بندر کې ازبکستان ته له اوښتو وړاندې ټول مسافر معاینه کیږي او د کرونا د ټيسټ نتیجې وروسته ورته بیا د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments