افغانستان سره اروپایي ټولنې د مرستو دوام ټینګار وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اروپایي ټولنې نوي سفیر وویل چې دغه ټولنه چمتو ده چې افغانستان سره بیلابیلو برخو کې مرستې ترسره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې تیره ورځ ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني سره کړي دي.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، ، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د نوي سفیر میاډون پیر باورلیک ومانه.
خبرپاڼه زیاتوي چې، ولسمشر غني میاډون پیر ته د نوې دندې د مبارکۍ پرمهال په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه.
ولسمشر محمد اشرف غني دغې ناستې کې نوموړي ته یې په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغې ناستې کې دواړو خواوو پر سوداګریزو همکاریو، د اروپایي ټولنې هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د فرصتونو، اقتصادي ودې، په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پانګونې او همکارۍ په هکله خبرې وکړې.
په اخیر کې د اروپایي ټولنې سفیر افغانستان سره د لازیاتو مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
سپوږمې پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply