افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړ

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د پرونیو رقابتونو له مخې چې د هند، چین او اسیا پاسفیک غړو ترمنځ وشوه، افغانستان او هندوستان وتوانېدل له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵م کاله پورې د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسیون غړیتوب ترلاسه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان په دغه کمېسیون کې د غړیتوب لپاره په ۲۰۱۷م کال کې غوښتنلیک سپارلی و.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز په خپل یوه ټویټ کې دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسیون د ښځو د پیاوړتیا او جنسیتي برابرۍ لپاره کار کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments