افغانستان د بیړیو نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان ټرانزیټي شرکتونه علاقمند دي چې چاپهار له لارې د توکو لېږد را لېږد لپاره د افغانستان لپاره بېړۍ وپیري او په دې برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري.
خو دا چي افغانستان تر اوسه د بېړیو نړیوال سازمان غړيتوب ترلاسه کولو کې بریالی شوی نه دی، د افغانستان په نوم بېړۍ بحري فعالیت نشي کولای.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بیا په نږدې راتلونکي کې د دغه سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو ډاډ ورکوي.
له دې سره سوداګر په دې بندر کې د پيسو د سوداګرۍ لپاره د پیسو انتقال کې مشکل لري او اړتیا ده چې افغان حکومت یې د امریکا له سفارت سره حل کړي.
سوداګرۍ خونې مرستیال خان جال الکوزی وایي، کله چې د چابهار بندر ته پيسې استوي له ستونزې سره مخ کیږي او اړتیا ده چې دا ستونزه یې حل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments