افغانستان د بهرنیانو کوربه دی / منان توحیدیار

comments 0

0 Views

چهارشنبې کابل د شاوخوا پنځه ویشت هېوادونو د استازو کوربه دی او د کابل کنفرانس کې به د افغانستان په وضعیت خبرې وکړي، په دې هېوادونو کې ملګري او مرستندویه هېوادونه دي چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.
خو د کابل کنفرانس اجنډا له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان د سولې او ثبات باندې متمرکزه ده، افغانستان به د نړۍ استازو ته یو ځل بیا په ډاګه کړې چې د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او دلته جګړه یواځې د افغانانو نه ده، خو قرباني یې یواځې افغانان ورکوي.
افغانستان چې اوس له تاریخي وضعیت څخه تیریدونکی دی، له ننګونو سره ـ سره زیات فرصتونه هم لري چې باید ګټه ترې واخلي، د پاکستان منزوي کیدل او پرې بندیزونه او دغه راز د نړۍ پام افغانستان ته راووښتی چې څنګه کیدای شي د ترهګرو اصلي پټنځایونه له منځه لاړ شي او دې هېواد کې خلک نور د ترهګرو قرباني نه شي .
د کابل په کنفرانس کې به افغان حکومت د نړیوالو په شتون کې خپل وروستي وړاندیزونه طالبانو ته وکړي، طالبانو او نړیوالو ته به وښيي چې حکومت د سولې قوي اراده لري او سوله غواړي، طالبانو ته به داسې وړاندیزونه وشي، که بیا هم طالبان د سولې له خبرو تېښته وکړي نو نړیوالو ته به یې ملامت کړي او دا ډله به د ترهګرو په لیست کې شامله کړي او د له منځه وړلو لپاره به یې ټول هېوادونه له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
په دې کنفرانس کې به پاکستان ته هم وروستی وړاندیز وشي چې حکومت په حکومت سوله وکړي او نور له افغانستان سره نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي، افغان حکومت به د نړیوالو او پاکستان د استازو په شتون کې خپلې انديښنې او غوښتنې شریکې کړي چې باید پاکستان نور په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي او د هغو ترهګرو پروړاندې مبارزه وړي چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې جګړه کوي او پټنځایونه او رونځایونه یې پاکستان کې دی.
دې کنفرانس کې د حکومت بریالیتوب حتمي دی، ځکه حکومت له بیلابیلو قشرونو سره ناستې کړي او د سولې په تړاو یې د هغوی وړاندیزونه یو ځای کړي چې د کابل کنفرانس کې به پرې خبرې وکړي.
افغان ولسمشر د خلکو غوښتنې جدي نیولي او په ډاګیز ډول به یې د کابل کنفرانس د نړۍ د هېوادونو استازو مخې ته کیږدي، په دې وړاندیزونو کې زیات تمرکز د سولې په خبرو دی چې د سولې پروسه کې د حکومت اراده ښکاره کوي او د طالبانو تېښته.
د کابل کنفرانس کې به افغان ولسمشر د افغانانو په مجبوریتونو خبرې وکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به افغان ځواکونو قرباني وښيي، افغان ولسمشر به په ډاګه کړي چې افغان ځواکونه د سیمې او نړۍ په استازیتوب د بهرنیو ترهګرو سره په جګړه دي او د دې مبارزې لپاره د نورو هېوادونو مرسته او همکاري اړینه ده.
کابل کنفرانس کې به د طالبانو تر څنګ د پاکستان له مخ هم پرده پورته شي چې په څه فریب او چل باندې په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي او د دې جګړې له درکه زیات عواید تر لاسه کوي او په افغانستان کې زیات ملکي وګړي پرې قرباني کوي.
افغان ولسمشر به د نړۍ استازو ته په ډاګه کړي چې افغانان جګړه نه غواړي، جګړه پرې تپل شوې او له جګړې کرکه لري، په دې کنفرانس کې به د نړۍ د هېوادونو استازو قناعت ترلاسه شي چې د افغانستان جګړه بیرونی ده او یواځې قرباني یې افغانان ورکوي.
نو د کابل کنفرانس د سولې د خبرو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډیر مهم دی او تمه شته چې د سولې پروسه کې به زیاته همکاري وکړي، ځکه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو اجماع اړینه ده او ولسمشر دومره کار کړی چې زیات هېوادونه یې قانع کړي چې د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي او د ترهګرو له ملاتړ او تمویل لاس واخلي.
افغان ولس ته یواځې پکار دي چې د خپل حکومت ملا ور وتړي، حکومت په بهرني سیاست کې بریالی روان دی او اوس کار کوي چې په کور دننه جګړه پآی ته ورسوي، د همدې جګړې له درکه په کور دننه مافیا او د نشه يي توکو قاچاقبر زیاتې پیسې لاس ته راوړي او د جګړې په بس سره به دا ټول حساب ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *