افغانستان د بنسټیزو پروژو پلي کیدو لپاره د نړیوال بانګ پور ته اړتیا لري

comments 0

135 Views

هندوکش – کابل: رسنیو ته په رسېدلو اسنادو کې راغلي چې افغان حکومت تر ۲۰۲۴ز کال وروسته د بنسټیزو پروژو د مخ ته بېولو لپاره د نړیوالو بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.
اسناد ښيي چې افغان حکومت د اتو میلیاردو ډالرو پور اخیستلو هوډ لري او دغه پيسې به تر ډېره د زراعت، کور جوړونې او نورو ته ورته پروژو په برخه کې لګول کېږي.
مالیې وزارت د طرحې موجودیت تایید کړی دی خو وايي تر اوسه یې له هېڅ بنسټ سره په دې اړه خبرې نه دي کړې.
بلخوا د ولسي جرګې ځینو غړو هم په دې اړه بې خبري ښودلې ده او په خبره یې حکومت پخپل سر له نړیوالو بنسټونو پور نه شي اخیستلی او باید له پارلمان سره په دې اړه سلا مشورې وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments