افغانستان ته د اسیا بانک خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اسیا پراختیایي بانک افغانستان ته خبرداری ورکړی، که خپل پورونه په سمه توګه مدیریت نه کړي، ټول پرمختګونه به زیانمن کړي.
د اسیا پراختیایي بانک مشر سامویل تامیوا ویلي، د لویو پروژو عملي کولو برخه کې اړتیا ده چې د حکومت ظرفیتونه لوړ شي، څو خپل پورونه په سمه توګه رهبري او په خپل وخت یې اداء کړي.
د اسیا پراختیایي بانک ویلي، که افغانستان اخیستل شوي پورونه په خپل وخت بیرته ورنه کړي په دغه هواد کې شوي د تیر کال پرمختګونه به زیانمن کړي.
دغه بانک غوښتنه کړې چې افغانستان دې د پورونو اخیستلو لړۍ مسؤلانه او په ځیر پیل کړي او خپل ظرفیتونه دې لوړ کړي.
ویل کېږي مالیې وزارت د یوې اقتصادي برنامې د پلې کولو لپاره د نږدې ۹ ملیارده ډالرو پور اخیستلو ته زړه ښه کړی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments