افغانستان ته اندونیزیا د سولې لیک

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: اندونیزیا، افغانستان ته یو لیک راستولی چې له کومې لارې او څنګه غواړي په دغه هېواد کې د افغان سولې مذاکرات وشي او دغه پروسه بریالۍ شي.
تیره ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیسرا پارچایا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني سره کتلي دي.
دیسرا پارچایا صلاح الدین رباني ته د خپل وزیر لیک ورکړی چې اندونیزیا له کومې لارې او څنګه غواړي افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ شي او د افغان سولې مذاکراتو لپاره یې د خپل هېواد چمتوالی ورته په ډاګه کړی.
رباني د افغان سولې برخه کې د اندونیزیا هڅې ستایلي او د هغو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه یې کړي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په دې وروستیو کې لاسلیک شوي دي.
دغه راز اندونیزیا ژمنه کړې چې د کانونو وېستنې برخه کې به افغانانو ته د ظرفیت لوړونې روزنه ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments