افغانستان بنګله دیش ته ۱۰ ویکټو په تو پیرسره ماتې ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: تیره ورځ دافغانستان الف لوبډلې دبنګله دیش الف لوبډلې ته په یوه ورځنۍ لوبه کې په ډېر لوي توپیر سره ماتې ورکړه
په پیل کې دټیم دمشرانو ترمنځ دسیالۍ لپاره پچه اچونه ترسره شوه، چې په ترڅ کې دبنګله دیش لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ توپوهنه یې غوره کړه، دبنګله دیش الف لوبډلې دټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۱ منډې ترسره کړې، ورپسې دافغانسان لوبډلې لوبه پیل کې چې په ۴۴،۵ اورو کې یې هدف پوره او دبنګله دیش لوبډله یې ماته کړه، اوبریا دافغانستان په نوم کړه،په دې لوبه کې دافغانستان په ګټه
ګربز ۱۰۵ منډې ابراهیم ۸۵ منډې ترسره کړې،د یادولو ده چې الف لوبډله به خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې په یاد لوبغالي کې ترسره کړي.
باید وویل شي چې رحمن الله ګربز د غوره توپوهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی په توګه ونومول شو.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments