افغانستان ايرلېنډ ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: پرون (د مارچ پر شپږمه) په هند کې د افغانستان او ايرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۲۰ اووريزه لوبه وشوه.
ايرلېنډ لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۷۲ منډې جوړي کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې په ۱۵ اوورونو کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې او پنځه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.
وروسته چې کله باران پيل شو نو د لوبې پرېکړه د ((ډک وورت لېويس)) پر اساس وشوه چې افغان لوبډلې په ۱۱ منډو وګټله. دواړې لوبډلې به په هند کې دوې نورې لوبې هم کوي. د دوی ترمنځ به دويمه لوبه د مارچ پر اتمه او درېيمه لوبه به د مارچ پر ۱۰مه کېږي.
په پام کې د دواړو لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو د لړۍ دویمه لوبه سبا تر سره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments