افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګدوالو پر مسلې خبرې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له پاکستان د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي.
په اسلام‎اباد کې په دې بحثونو کې هڅه کېږي، څو په پاکستان کې تر یو میلیون د ډېرو افغان کډوالو د ستونزې د دایمي حل لارې چارې ولټول شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات ویلي، د یو شمېر افغانانو لخوا د پاکستان د تابیعت د ترلاسه کولو بحث په دې غونډه کې نه کېږي.
دا مهال په پاکستان کې تر دوه نیمو میلیونو ډېر افغان کډوال اوسېږي چې تر یو میلیون ډېر یې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
د اسلام‎اباد خبرې اترې به تر ډېره د هغو افغان کډوالو په اړه وي چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments