افغانستان او هند د مجرمانو د تبادلې موافقه لاسلیک کړه

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان او هند ترمینځ د مجرمینو د موافقې هوکړه پرون په کابل کې د هند د سفیر او د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له خوا تبادله شوه.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا موافقه د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هند ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا لاسلیک شوې وه خو سند یې پرون په کابل کې د دواړو لوریو ترمینځ تبادله شو.
د دې موافقې له مخې به دواړه هېوادونه په تروریزم او اقتصادي او جنايي جرمونو تورن کسان یوبل ته سپاري.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments