افغانستان او نیوزلنډ لوبه لري

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې نن افغانستان د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.
د افغانستان او نیوزیلنډ دا لوبه د انګلستان په تاونټون ښار کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب له خپلو ملګرو غوښتي چې د نیوزیلنډ پر وړاندې باید افغاني لوبه وکړي او د نیوزیلنډ لوبډلې له ستورو اغېزمن نه شي.
نیوزیلنډ لوبډله د نړیوال جام سیالیو د نوملړ په سر کې ځای لري او له دې مخکې یې دواړه لوبې ګټلي دي، خو افغانستان بیا دواړه بایللې دي.
د ویکټ ساتونکي او د پیل توپوهونکي محمد شهزاد ټپي کېدو له امله په افغان لوبډله کې بدلون هم رالغی چې د محمد شهزاد پر ځای اکرام علي خېل د افغان لوبډلې ملګرتیا ته وربلل شوی دی.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments