افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ګد مرکز پرانیسته

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو څانګې د ښوو اړیکو تینګولو په موخه یو ګد مرکز جوړ کړ.
د رارسیدلو معلوماتو له مخې د بلخ خصوصي سکتور لخوا د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه دغه ګد مرکز پرانیستل شوې دې.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رییس شیر احمد سپاهي زاده وویل، چې دغه مرکز د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف پرانیستل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه د بلخ ولایت سوداګر هڅه کوي چې همداسې یو مرکز په ترکمنستان کې هم پرانستل شي.
یاده دې وي چې اوسمهال له ترکمنستانه افغانستان ته خوراکي توکي، تیل او ګاز را وارېدېږي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت هوکړه کړې ترڅو سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه ګاوندي هیوادونو سره اقتصادي او سیاسي اړیکي نورې هم تینګې کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply