افغانان د گواښونو له امله له خپلو ارادو څخه نه په شا کېږي / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغان ولس هر کله چې له ځینو ملي او سرنوشت ټاکوونکو مسایل سره مخ وي، نو د دولت وسلوالومخالفینو په ځانګړی توګه د طالبانو لخوا د یو لړ کاذبو او له حقیقت څخه لري تبلیغاتو، پر عامه ځایونو او ولسوونو باندې د ترهګریزو بریدونو په تر سره کولو سره له یو لړ ګواښوونو سره مخامخ کیږي تر څو هغه بهیر دخپلو بهرنیو بادارانو د خوښۍ په موخه له یو لړ ستونزو سره مخ کړي، چې وروستۍ بیلګه یې د ولسمشریزو ټاکنو ګواښوول دي چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ولس ته ګواښ کړي تر څو د ولسمشریزو نوماندانو په غونډو کې ګډون ونکړي ځکه چې خپلو وسلوالو ته امر کړی تر دغه غوندې تر خپلو بریدونو لانډې راولي، که څه هم دا څه نوی خبره نده، خو یو ځل بیا د دوی دا ګواښ په کور دننه او په نړیواله کچه په سختو ټګو سره غندل شوی او دا یې د ملت پر ارادو باندې برید بلل دی.
ټاکل شوې چې د میزان په ۶ مه د اګېست په ۲۶مه د ولسمشرۍ ټاکني تر سره شي، چې یادو ټاکنو ته د حکومت لخوا په پوره توګه چمتوالی نیول شوی دی او طالبانو په تېرو کلونو کې هم د ورته ګواښوونو له لارې هڅه کړې وه، چې زمونږ د میړنیو ولسوونو له ګډون څخه په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې مخنیوي وکړي، خو هیڅ کله هم دغه ترهګري ډلي په خپلو ناوړو موخو کې بریالي شوي ندي او زمونږ خلکو د ډیرو خطرونو په قبلولو سره د خپل هیواد د ښي راتلونکي لپاره په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون کړی چې ښه بیلګه یې د تیر کال د پارلماني ټاکني وي چې په ټول هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د کلکو امنیتي تدابیرو په نیولو سره تر سره شوي.
دا چې له اوږدې مودې راهیسي د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو څو پړاونه تر سره شوي نو طالبانو ته داسې ذهنیت پیدا شوي چې ګواګې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته به یو ځل بیا په افغانستان کې خپل نظام پلی کړي، خو بې خبره له دې چې اوس مهال ملت په هېڅ توګه یو ځل بیا د هغوی دکتاتوره دوره نه غواړي! له همدې امله ملت د خپلې ښې راتلوونکي په موخه د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په خپله حکومت ټاکي، اوس هغه مهال پای ته رسېدلی، چې پر افغان ولس به له بهره حکومتونه ټاکل کېدل او له دغه ملت څخه به یې د خپلو ناوړو ګټو لپاره کار اخیست.
له نیکه مرغه اوس هغه وخت دی چې ملت چا په جبر او زور نه دی مجبور کړی تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړي، بلکې دا د هغوی خپل واک او اختیار دی، چې په ډېرو سترو سترو قربانیو یې تر لاسه کړی او نور هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چې دا واک او اختیار ترې بېرته واخلي! خو د افسوس وړ خبره دا ده چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه، چې هغوی ته د ملت اراده ارزښت نه لري او دا یې هم په ډاګه کړه چې د دوي راتګ او له ولسواک بهیر سره یې ګډون ستونزمن دی، نو غوره به دا وي چې ټاکنې په خپل وخت تر سره شي، ځکه دوی پر دغه بهیر باور نه لري او په ښکاره یې مخالفت کوي ځکه چې د ټاکنیزو کمپاینونو د پیلېدو په لومړۍ ورځ یې هم د محمداشرف غنی د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید تر سره کړ چې په لسګونو تنه په کې شهیدان او ټپیان شول، له بلې خوا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طالبانو خبرداري ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان له پوځې لارې نه، بلکې له ډموکراټیکو لارو چارو واک ته رسېدل غواړي طالب ډله دې دا له ذهنونو وباسي، چې اوس څوک پر افغانانو د زور او جبرله لارې حکومت وکړي، نو له همدې امله به افغانان هیڅ کله هم د دوي د ګواښوونو له امله له خپلو ارادو په شا نشي او خامخا به د تلي پر ۶ مه په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي او یو ځل بیا به ولسواکي تمثیلوي.

Share this page to Telegram

Comments