افغانان ترخې تجربې نه تکراروي / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

سوله د افغانستان او افغانانو تر ټولو اشد ضرورت دی، خو داسې سوله چې ټول اړخونه یې فاتحان وي. افغانستان په تېر نژدې دوو لسیزو کې ډېر بدل شوی، ډېر پرمختګ شوی، نظام لرو، پارلمان لرو، نړۍ یې پېژني او نړۍ پېژنو، خلص دا چې اوس د ۱۹۹۰کلونو او د سپتمبر د یولسمې تر پېښې مخکې منزوی افغانستان نه دی.
د یو افغان، د یو ځوان او په یوېشتمې پېړۍ کې د یو ژوندي انسان په توګه ماته او زما نسل ته دا د منلو نه دي چې په افغانستان کې دې بار بار تاریخ تکرایږي، یوه ډله دې راشي او شته هر څه دې ختم کړي او له سره یې بیا پیل کړي. نه داسې به نه کیږي.
له طالبانو سره د امریکايي اړخ جدي خبرې له شاوخوا اتو میاشتو راهېسې روانې دي. په لومړي سر کې (افغان حکومت) د هر دلیل له مخې چې و، یا عمدآ او یا قصدآ په دغو خبرو کې ځان ګډ نکړ او یا یې مناسب ونه ګاڼه، خو اوس داسې ښکاري چې (حکومت) ته په دغو خبرو کې یا برخه نه ورکول کیږي او یا هم طالبان نغواړي چې د اوس لپاره دې حکومت د دغو مذاکراتو برخه شي.
هماغسې چې زلمي خلیلزاد ویلي دي‌په خبرو کې رښتیا هم پرمختګ شوی دی، خو څلوېښت کلن جنګ د یوې اونۍ په غونډې نه ختمیږي. طالبان څه غواړي د طالبانو له عمومي شرایطو او د عباس ستانکزي له هوايي‌ خبرو وراخوا، طالبانو امریکايي اړخ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان په راتلونکي‌ او آینده سیاست کې شراکت غواړي او د واک د انحصار فکر نلري. تریخ حقیقت دا دی چې د ولسمشر غني او که ووایم د غني د حکومت له نیمايي برخې پرته په کابل کې مېشتو اکثریت سیاسي څېرو، ډلو ټپلو او چارواکو له طالبانو سره په دې اړه وار د مخه غیر رسمي موافقه او شفاهي تړون هم کړی دی.
ما ته وویل شول چې د جمعیت یو مخکښ غړي په کابل کې د ځينو مخکنیو طالب چارواکو په واسطه د طالبانو د قطر دفتر ته پیغام استولی دی چې له طالبانو سره هر رنګ نظام جوړولو ته اماده دي. طالبان وايي د اوسني نظام چوکاټ دې همداسې وي،‌خو په دغه چوکاټ کې دننه موقت ( لنډ مهال حکومت) کې ځينې تغیرات باید راشي.
طالبانو په دغې مودې کې د ځینو څوکیو تر څنګ د عدلیې وزارت، لویې څارنوالۍ او داخلې وزارت د غوښتلو فکر هم په سر کې لري. شک نشته چې په داسې یو حالت کې له بده مرغه زموږ ګاونډیان او په تېره بیا پاکستان تر بل هر اړخ ډېره ګټه کوي. سرې کرښې طالبانو او په قطر کې طالب استازو ته دا ویل شوي‌ چې د نظام ختمول او یا ډېر تغیر په کې راوستل د امریکا، نړیوالې ټولنې او افغانانو لپاره سرې کرښې دي، د بېلګې په ډول دا په په څرګندو ټکو کې طالبانو ته ویل شوي چې د افغانستان دفاعي، امنیتي‌او استخباراتي جوړښتونه سرې کرښې دي او په دغو برخو کې په تغیراتو راوستلو یوه خبره هم نشي کېدی. دا هم ورته ویل شوي چې طالب جنګیالي به په سرحدي ځواکونو او نورو برخو کې مدغم کیږي.
خو تر هغه چې توافق او ضمانتونه نه وي شوي،‌ دا ټول مسایل د مذاکراتو برخې دي. طالبان ولې له حکومت سره نه غږیږي د طالبانو ادعا دا ده چې دوی له حکومت سره په تېرو ۱۷کلونو کې جنګ کړی او خبرې کول او د حکومت په صفت یې منل د جنګ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. دا دلیل ځکه معقول نه دی چې همدغو طالبانو په اصل کې د امریکا خلاف جنګ اعلان کړی خو بیا هم د هغوی سره خبرو ته کیني.
د طالبانو په دغو خبرو کې له شک پرته د سیمې د ځینو هېوادونو اغیز ښکاري او دلیل یې هم دا دی چې حکومت په تېرو شاوخوا اتلسو کلونو کې له سیمې او نړۍ سره ډېر داسې تړونونه کړي چې د پاکستان، چې د طالبانو کلک ملاتړی دی، په زیان دي.
په دې هیله چې طالبان له خپل خره څخه راښکته شي او له حکومت او د حکومت له استازو سره خبرې وکړي او یوې نهايي نتیجې ته ورسیږي. موږ ولې د نظام تغیر نغواړو تېرو تجربو دا ښودلې چې په افغانستان کې یو نظام چې نسکور شوی بیا انارشي، بربریت، ملک الطوایفي، جنګسالاري او وحشت پیل شوی دی.
د نظام ورانول اسان خو جوړول یې وخت، پېسې، فکر، امکانات او نړیواله پشتیبانه غواړي. موږ په هیڅ‌ډول د نظام تغیر نغواړو، موږ تاریخ لوستلی دی او له تاریخ مو زده کړه کړې ده، ناوړه تاریخ بیا تکرارول نغواړو.
موږ غواړو چې د نړۍ د بل هر قوم په څېر ارام، سوله ایز، پرمختللی ژوند ولرو او د یوېشتمې پېړۍ له کاروان سره یو ځای روان شو. موږ نغواړو چې دا وطن دې بیا د ګاونډیانو د ګټو قرباني او د هغوی نیابتي حکومت وي.
افغانستان اوس پوځ لري، پولیس لري، استخبارات لری، د لوړو زده کړو وزارت لري، په ملګرو ملتونو کې استازي لري، ټوله نړۍ یې په رسمیت پېژني، د کرکټ نړیوال ټیم او لوبغاړي لري، لوستي ځوانان یې په نړۍ کې د دغه هېواد استازیتوب کوي او هر څه لري‌خو یوازې پوره سوله نلري. موږ نغواړو چې دا هر څه ختم او د شجر قرن ته بېرته ور وګرځو. موږ د همدغو بنسټونو او جوړښتونو د ساتلو او لا ښه کېدو لپاره سوله غواړو.
موږ نغواړو چې ډله ډله وسله وال دې د نظام د تغیر په نامه دې ښارونو ته شېوه شي، عامه نظم، قانون او هر څه تر پښو لاندې کړي، ژوند او انسان وترهوي. نړیواله ټولنه دې باید افغان حکومت او افغانانو ته دا ضمانت ورکړي، هو موږ سوله غواړي، خو د نظام د بدلون او شته پرمختګونو په بدل یې نغواړو.
جعفر هاند

Share this page to Telegram

Comments