افراسیاب خټک: پاکستان یا سوداګریز توکي افغانستان ته ولیږي یا طالبان!

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: افراسیاب خټک د پاکستان عوامي ګوند غړي افراسیاب خټک د پاکستان په دوو ارخي سیاستونو نیوکه کړې ده.
د نوموړي تویتر پانې نه په لنډ مطلب کې راغلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات له هم طالبان دي او تر اوسه دغه صادراتو لړي ته ادامه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې : پاکستان تر اوسه افغانستان ته طالبان صادروي او دغو صادراتو ته لومړیتوب ورکوي نو له دې امله د پاکستان سوداګریز عایدات کم شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې پولو کې د پاکستان عایدات کم شوي او افغانستان ته در سوداګریزو توکو د صادراتو کچه هم تر وړاندې ډیره تیته شوې ده.
نوموړي تینګار وکړه چې تر هغه به پاکستان صادراتو کې لوړوالې رانشي چې پاکستان طالبانو ته سوداګریزو توکو پر ځای لومړیتوب ورکړي.
تر دې مخکې هم ځینو نړیوالو هیوادونو پر پاکستان تور پوړې کړې وه چې پاکستان افغانستان ته ترهګر صادروي او هغه ترهګر چې پاکستان کې پتنځایونه لري او د آی اس آی استخباراتي شبکې لخوا کلک ملاټر کيږي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *