اصف ننګ لغمان ولایت ته معرفي شو

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: د لغمان لپاره نوی والي اصف ننګ معرفي شو، خو لغمانیانو خبرداری ورکړ که د ولسونو له غوښتنو سره سمه دولت داري و نه کړي، تېښتې ته به یې اړ کړي.
د لغمان خلکو له نوي والي سره د همکاریو ژمنه کړې او له هغه یې غوښتي چې د لغمان د خلکو لومړیتوبونو لپاره کار وکړي چې امنیت، له فساد سره مبارزه او بیارغونه ده.
والي بیا ژمنه کړې چې د امنیت په ټینګښت، له فساد سره مبارزه او بیارغونه به یې لومړیتوب وي او په ټول توان به کار وکړي چې د خلکو ژوند کې بهبود راشي.
والي د لغمان له خلکو غوښتي چې په هره برخه کې ورسره همکاري او سلامشورې وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply