اشرف غني: که عبدالله او نبیل خپل تورونه ثابت نه کړي زندان ته به لاړشي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ښاغلي غني چهارشنبه (تلې ۳مه) ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، که اجرییه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل خپل تورونه ثابت نه کړي باید زندان ته لاړشي.
ښاغلي غني ویلي غواړم د عبدالله او نبیل تورونه ځانګړې محکمه وڅېړي.
وړاندې ښاغلي عبدالله او ښاغلي نبیل پر ولسمشر اشرف غني تور پوری کړی و چې ګوندې د کابل بانګ پخوانی رئیس خلیل الله فروزي يې د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له بنده ازاد کړی.
د دولت ساز په نوم د انتخاباتي ټیم مشر وایي، په دې اړه وضاحت ورکولو ته چمتو دی.
په راپور کې هڅه شوې چې په دې اړه د دواړو ټاکنیزو ټيمونو نظر واخلي، خو دا هڅه بریالی شوې نده.
د کابل بانک پخوانی رئیس خلیل الله فروزي چې په کابل بانک کې د فساد په تور زنداني شوی وو، نږدې دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ځانګړي حکم په اساس له زندانه کور ته ولېږدول شو.
محمد اشرف غني وايي چې نوموړی د سختې ناروغۍ له امله له زندانه وتلی خو کور کې نظر بند دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ښاغلي نبیل او او عبدالله پر ولسمشر غني د ډیورنډ پر کرښه د معاملې تور هم پورې کړی و، خو ښاغلي غني پر ده دغه تور رد کړی او د ثبوتو غوښتنه یې کړې.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments