اشرف غني: په جلال آباد ښار کې پرونې ترهګریز برید د بشریت ضد جنایت دې

comments 0

232 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې پرونې تروریستي برید چې له امله یې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، د بشریت ضد جنایت وباله.
خبرپاڼې له مخې، جمهوررئیس د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل، جنایتکاره طالبان چې د انساني او اسلامي ارزښتونو مخالف دي د دغه ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د بېګناه خلکو له وژلو او د عامه تاسیساتو له ورانولو مه واره پر بل څه باورمند نه دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments