اشرف غني ننګرهاریانو سره خواخوږي په موخه هسکې میني ته لاړ

comments 0

70 Views

هندوکش – کابل: له ارګه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني نن د ننګرهار هسکې مېنې ته لاړ چې د دې ولسوالۍ د جودرې کلي له مصیبت ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړي.
خبر له مخې، ښاغلی غني به د هسکې مېنې د جمعې د ورځې د قربانیانو له خپلوانو سره مالي مرسته او د دې سیمې د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره د پرمختیايي پروژو اعلان هم وکړي.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار، د کابینې ځیني غړي او د ولسي جرګې وکیلان ملګري دي.
د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودر کلي په یوه جومات کې په داسې حال کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر خلک په لمانځه ولاړ ول.
دیادوني ده دهیواد د کوډ کوډ څخه خلکو دا پیښه په سختو ټکوغندلي ده همدارنګه بهرنیانو هم دا پیښه غندلي ده.
تردی د مه هیڅ کومي ډلي دپیښی مسولیت نه دي اخیستي خو دا ښکاره ده چي دا کار د وحشي داعش یانو کاردي څومودي مخکي ولسی خلکو پاڅون کړي او داعش یان يي دي ته مجبور کړي وه چي دا ساحه پریږدي له همدي کبله يي په بي کناه خلکو يي وحشي یانه برید ترسره کړی.
د ننګرهار والي وايي چې په دې پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments