اشرف غني: مونږ ترهګرو سره د مبارزې په لمړي کرښې کې ولاړ یو

comments 0

0 Views

هندوکش – قزاقستان: د شانګهای سرمیشریزي ناستې که ولسمشر اشرف غني خبردارې ورکړ چې، هغه خلک چې ترهګړ پر ښوو او بدو ډلو تقسیموي یوه ورځ به ددغې غلطي مفکورې بیه او ځواب ورکړي.
نوموړي د سرمشریزي ګدونکوونکو نه وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې کې او سیمه ییزو همکاریو لپاره باید سیمه صادقانه ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د آسیا په زړه کې د افغانستان موقعیت مونږ یوي منطقوي او ارتباطي دهلیز ته بدلولې شي چې غړي هیوادونه او د شانګهای د څارونکو هېوادونو سره یوځای یو مهم ګام دې چې باید واخیستل شي.
د شانګهاي ناسته چې دې قزاقستان پلازمینه کي ترسره شو افغانستان د ناظر په توګه دغې ناستې کې ونډه واخیسته خو امنیت په افغانستان کې د دغې غونډې ګدوونوالو ته یوه مهمه برخه وه.
د ددغې غوندي ګدونوالو د افغانستان په اړه بیلابیل نظریات درلوډل چې نرندرا مودي د هند لمړې وزیر وویل د شانګهای ناسته کولای شي د افغانستان پر سولي مثبت بدلون راوړي.
خو بلخوا بیا د روسیې ولسمشر وویل چې افغانستان کې جګړه د حل لاره نه ده باید له خبرو حل لاره پیدا شي.
شانګهای ناسته چې ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې ده تازه هندوستان او پاکستان ددغې غونډې غړیتوب تر لاسه کړ.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *