اشرف غني: د امریکې د مرستو کموالې پر اساسي سکتورنو اغیز نلري

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرغني وایي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره یې لیدنه بریالۍ وه.
نوموړي چې نن یې له افغانستان سره د امریکا د یو ملیارد ډالري مرستې ځنډېدو په اړه وینا کوله وویل، د امریکا د مرستو کمېدو اعلان مشروط دی او په وینا یې، د دې مرستو کمېدل د افغانستان پر اساسي سکتورونو مستقیم اغیز نلري خو دوی هڅه کوي له امریکا سره د مذاکراتو له لارې د یادو مرستو دوام ته لار پرانیزي.
ولسمشرغني په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت ته په اشارې وویل، چې دی د ګډې اعلامیې پر بنسټ د یو ټول شموله حکومت جوړولو ته ژمن دی خو زیاتوي چې پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
نوموړي دغه راز یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه دې اوربند ته غاړه کېږدي څو له دې ناوړه پدیدې سره پیاوړې مبارزه امکان ومومي.
ولسمشرغني د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې امريکا د سولې پروسې په تړاو له دوی سره سلا مشورې کړې او راتلونکې کې به هم دوام ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments