اشرف غني د افغان لوبغاړو هیڅ ډول بی احترامي نشي زغملاي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني یوې غونډې ته خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان ښځینه او نارینه لوبغاړو ته هېڅ ډول بې احترامي نشي زغملای.
غونډې ته وینا پر مهال هغه زیاته کړه،”زه بد اخلاقي نشم زغملای، باید ټولو ته دا خبره واضح وي چې د افغانستان ولسمشر پر اسلامي او ملي اخلاقو ولاړ دی، د ځمکې پر سر هېڅ یو قدرت نشته چې زموږ ماشومانو ته د بداخلاقۍ په نظر وګوري.”
اشرف غني دغه څرګندونې پرون په ارګ کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلینو، یو شمېر لوبغاړو او لوی څارنوال پکې ګډون کړی، وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم یو شمېر لوبغاړو د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي تورن کړي چې له دوی سره یې په کابل او په تېره فبرورۍ میاشت کې د اردن په یوه روزنیز کمپ کې د جنسي ځورونې په ګډون، بد سلوکي کړې ده.
ولسمشر غني له لوی څارنواله وغوښتل چې د تورونو دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي.
لوی څارنوال فرید حمیدي وویل چې په دې اړه هر اړخیزه څېړنه د دوشنبې له ورځې پیل شوې او د روانې اوونۍ تر پایه به یې لومړنۍ نتیجه له خلکو سره شریکه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments