اشرف غني: دا ځل د واک د وېش پر سر ناندریو ته وخت نلرو

comments 0

223 Views

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني له اونیزې دیر شپیګل سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دا ځل به د ۲۰۱۴م کال په څېر ګډوډي نه وي او دا ځل “موږ د واک د وېش پر سر ناندریو ته وخت نلرو”. هغه وویل چې افغانستان داسې یو حکومت ته ضرورت لري چې د سولې، افغانانو د ژوند د ښه والي او نورو مهمو مسایلو ته جدي پام وکړي.
ښاغلي غني دغه ورځپاڼې ته په ټینګار ویلي د تېرو پنځو کلونو په څېر دوه سری حکومت دغو ستونزو ته ځواب نشي ویلي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د پنځو نورو کلونو لپاره به هم ولسمشر وي، خو ویلي یې دي چې دی او ټاکنیزه ډله به د نورو افغانانو په شان د ټاکنو پایلو ته انتظار وباسي.
ښاغلي غني ویلي چې که ټاکنې وګټي نو په ستونزو کې راګیر هېواد افغانستان ته به کار وکړي او که په ټاکنو کې بریالی نه شو، خپلې پخوانۍ دندې ته به ستون شي چې په پوهنتون کې استادي وه.
هغه په مرکې کې له طالبانو سره د سولې په اړه هم وغږېده او ویې ویل چې افغانستان ته د طالبانو راتګ له یو قوي ضمانت پرته ناشونی دی.
هغه وویل: “له طالبانو سره په هر ډول جوړ جاړي کې باید د افغانستان اساسي قانون، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مسئلې او دموکراسي په پام کې ونیول شي، له دوی پرته مذاکرات مانا نلري. موږ په حکومت او ټولنې کې له قوي (وسپنیز) ضمانت پرته طالبان نشو منلی… ما په خپل ژوند کې له ثبوت پرته پر هېچا هم باور نه دی کړی.”
ښاغلي غني وویل چې طالبانو ته به نه تسلیمیږي او په خبره یې که طالبان دا فکر کوي چې کابل ته به راځي او دا شوي پرمختګونه به ختموي، هغوی تېروتلي دي.
هغه وايي طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره کوښښ وکړ چې وښایي د سولې تړون هغو ته د بري په مانا دی او ګواکې افغان ځواکونو ماتې خوړلې ده، خو ” کابل ویتنام نه دی چې خلک له هېواد څخه د تېښتې لپاره په الوتکه کې ځانونه ځوړند کړي.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments