اشرف غني: افغان جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسیږی

comments 0

133 Views

د ارګ په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، ولمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړې چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي.
ولسمشر غني په دغه اعلامیه کې له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده او په خبره یې افغان جګړه د خبرو له لارې باید پای ته ورسول شي، اوربند دې رامنځ ته شي او د خبرو ادامه باید د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي.
ولسمشر غني تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو یادې ډلې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی او وایي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به پر دې مسئله بحثونه کېږي.
سرچینه: www.hindukosh.com

Share this page to Telegram

Comments