اشرف غني: افغانستان کې سوله، له سیمه ییز اجماع پرته ستونزمنه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – بیشکش: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی تیره ورځ د سیمې هیوادونو مشرانو د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ.
ولسمشر غني چې د دې سازمان ناستې ته یې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د سولې توافق رامنځ ته کېدل له سیمه ییزې اجماع پرته ستونزمن دی.
غني وایي، د سولې خبرو د بریا لپاره باید د سیمې له یوشمېر هیوادونو سره د طالبانو اړیکې قطع شي. ولسمشر وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی یوازې افغانستان نه، بلکې په وینایې د شانګهای سازمان ټول غړي هیوادونه ګواښي او باید په دې برخه کې ګډې هڅې وشي.
نوموړی وایي، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید داسې منظم چارچوب رامنځ ته شوي چې د سیمې ټول هیوادونه پکې شامل وي. په ورته مهال د شانګهای غړو هیوادونو مشرانو د افغانستان د شخړې پرسیاسي حل ټينګار وکړ او وایي د افغانانو په مشرۍ د سولې له پیل شویو هڅو ملاتړ کوي. غني له دوه ورځني سفر وروسته تېر ماخوستن بېرته هیواد ته راستون شو.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments