اشرف غني: افغانان سوله غواړي او په دې برخه کې لازمو اقداماتو ته اړتیا ده

comments 0

7148 Views

هندوکش – سویس: ولسمشر محمد اشرف غني د جنېوا په کنفرانس کې نړیوالو ته وویل، چې افغانان سوله غواړي او په دې برخه کې لازمو اقداماتو ته اړتیا ده.
ولسمشر زیاته کړې، جنګ جګړې، تاوتریخوالی او غربت هغه څه دي، چې ډېر افغانان تري کړیږي او نړیوال باید په دې برخه کې مرسته وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، هره وسله واله ډله چې افغان حکومت سره یوځای کیږي باید له بهرنیو سره تړاو ونه لري، افغانان د سولې ملاتړي دي او د سولې روان بهیر باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره شي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments