اسیه بي بي د پناه غوښتنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان ستره محکمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسیي خاوند ويلي، کورنۍ پاکستان کې په خطر کې ده او بهرنیو هيوادونو کې پناه غواړي.
د اسیي خاوند عاشق مسیح ويلي، د له پاکستان تحریک لبیک سره یې د کورنۍ ژوند په خطر کې دی، او همدا لا مل دی چي برتانیا،‌ امریکا یا کاناډا کې پناه غواړي.
ویل کېږي یو شمېر لویدیځو هېوادونو هغې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، د اسیي د خوندیتوب لپاره یې تیاری نیولی دی.
اسیه نورین چې په اسیه بي بي مشهوره شوې، په ۲۰۱۰ کال د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته په سپکاوي تورنه شوې وه، خو تېره اونۍ یې د خوشي کولو امر وشو چې پاکستان کې درې ورځې پرله پسې لاریونونه وشول.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments