اسیا پراختیایي بانک پانګونه کوي

comments 0

2734 Views

هندوکش – کابل: د اسیا پراختیایي بانک افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، انرژۍ او داسې نورو پروژو چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته ګټور تمامېږي، پانګونه کوي.

تیره ورځ مازدیګر مهال د سویلي او مرکزي اسیا پراختیایي بانک اجرائیوي مشر شېواجي له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

شېواجي د خپلو برنامو او فعالیتونو په تړاو بشپړ مالومات ورکړي او د افغان حکومت له همکارۍ یې مننه کړې.

عبدالله د اسیا له پراختیایي بانک غوښتي چې افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments