اسټرالیايي کمپنۍ په افغانستان کې د کانونو استخراج په برخه کې پانګونه کوي

comments 0

18 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکوي، چې اسټرالیا فورټسکیو میټل کمپنۍ په افغانستان کې د سروزور، لیتیم او اوسپنې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګې اچونې ته تبیا ښودلې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن خبرې مرکه کې چې رسنیو سره وکړه وویل، چې د دغې کمپنۍ او د کانونو وزارت د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د چارو د ښې همغږۍ او تخننیکي معلوماتو شریکولو لومړنۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ وشوه.
مطفي زیاته کړه: “د تفاهم لیک پر بنسټ اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ، چې یو شمېر ملیارډران په کې راټول شوي لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان د سره زرو، لیتیم او اوسپنه د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.”
د ښاغلي مطفي په خبره، د افغان حکومت او فورتسکیو میټل کمپنۍ ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک پربنسټ به یاده کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې له پانګونې سربېره د تخنیکي ظرفیتونو په لوړلو کې هم له افغانستان سره مرسته کوي.
د افغانستان په بامیانو، پکتیکا، بدخشان، یو شمېر ولایتونو کې د سرو زرو، اوسپنې او مسو پراخې کانانونو موجود دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments