اسماعیل خان: یووالي حکومت مشروعیت له لاسه ورکړې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: اسماعیل خان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري شورا غړي په خپلو څرګندونو کې تازه ویلي دي چې: «د ملي یوالي حکومت د ملي او بین الملي مسلو د مدیریت توان نلري».
اسماعیل خان چې چهارشنبې رسنیو ته خبري کولې نړیوالو نه يې وغوښتل چې له افغان حکومت سره خپلې مالي مرستې ودروي او له امریکايې وغوښتل چې امریکا دې باید د اوسني مشروعیت بایللي حکومت پر ځاې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودریږي.
اسماعیل خان بیا د صلاح الدین رباني پر هغو خبرو چې ویلي ول د امنیتي ادارو مشران په تیره د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ډنده دې وځندول شي نیوکه وکړه او وویل چې د څیرو ګوښه کول د هیواد پر وضعیت مثبت اغیز نلري.
نوموړي د خبرو په پای کې پر دوو انتخابو تینګار وکړ چې له وخته مخکې تاکنې او لویه جرګه ده.
نوموړي وویل که چیري غوښتنې ونه منل شي نو بدي پایلې به ولري.
دا په داسې حال کې دې چۍ نوموړې تر دې مخکې د مالي فساد په تور د اداري فساد اداری لخوا نومول شوی وو
سپوژمې پوپلزې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *