اسلام ګټي عزت بایلي !

comments 0

0 Views

د طالبانو په حکومت کې یو کس له پآکستان څخه افغانستان ته راغلی و، دا کس د پاکستان د ای ایس ای غړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو فعالیتونه او واکمني له نږدې څارله، دې کس په خپلو یادښتونو کې لیکلي چې د طالبانو په حکومت کې راته تر ټولو جالب دا و چې په کمه او یا خریلې ږیره او لمانځه نه کولو، د ښځو په ګرځیدو او نورو وړو مسایلو به یې خلک وهل او بندیانول، خو نور ډیر کارونه چې لوی ګنا وې هیڅ یې نه ویل.
د دې کس نوم راڅخه هیر دی، خو په خپلو یادښتونو کې یې لیکلي چې طالبانو ښځو ته هیڅ ډول اجازه نه ورکوله، یانې که یو څوک به یې په زنا ګیر کړ، سمدستي به یې په سزا رسو او ښځه به یې په عام محضر کې په ډزو ویشتله، خو د طالبانو په لیکو کې د هلکانو ساتل داسې و، لکه د یو چا په کور کې چې نکاح ښکلې ناسته وي.
د طالبانو په مرکزونو او ځانګړې ډول د جګړې لومړۍ کرښه کې د طالبانو لپاره دا ازاد و چې هلک وساتي، هلک ورسره د شپې له خوا ویده شي، دا هیڅ نه کوم جرم و او نه د طالبانو په شرعي! نظام کې کومه ګنا وه، دې کار سزا نه درلوده او یو ډول جواز ورکړل شوی و، خو یوازې د طالبانو لپاره.
بل چا د طالبانو په حکومت کې نه شول کولای چې هلک له ځان سره وساتي او یا یې د شپې له خوا له ځان سره ویده کړي، که به دا کار چا وکړ، نو په سزا به رسیده، د دې کار یانې لواطت اجازه یواځې هغه چاته وه چې د طالبانو په حکومت کې به ښه موقف کې و.
دا خو د طالبانو د وخت د ای ایس ای د یو غړي یادښت و چې په لنډ ډول مې ولیکه، د طالبانو اوسنی وخت چې واکمني نه لري او د افغان دولت او افغانانو پروړاندې جګړه کوي، اوس هم همدا جواز لري، یانې د جګړې په لیکه کې ورته اجازه شته چې په ښایسته هلکانو جنسي غریضه سړه کړي او په لواطت ورته هیڅ ډول سزا نشته بلکې دا ورته یو امتیاز دی، خو نور خلک په کلیو کې په سندرو اوریدلو وهي، جریمه کوي او بندیانوي.
د هېواد کوم ولایت کې یو طالب نیول شوی و چې عمر یې ډیر کم و او په کم عمر کې له طالبانو سره یو ځای شوی و، د ګل رحیم په نوم دې طالب په خپل اعتراف کې کیسه کړې وه چې: یوه ورځ مې د شیخ امین الله بیان اوریده چې په افغانستان کې یې د جهاد په تړاو کاوه، په افغانستان کې یې د افغان حکومت پروړاندې جهاد فرض ګڼه او د دې لپاره یې بیلابیل دلایل وړاندې کول، زه چې عمر مې ۱۵ کاله و، سخت احساساتي شوم او پریکړه مې وکړه چې له طالبانو سره یوځای شم او افغان ځواکونو پروړاندې جګړه وکړم، همداسې د طالبانو واکمنې سیمې ته لاړم او هلته مې له ځینو طالبانو سره خبرې وکړې چې غواړم جهاد وکړم.
د طالبانو هغه ډله چې ګل رحیم ورسره مخ شوی، سمدستي یې ورته ښه راغلاست ویلی او یو میل وسله یې ورکړې چې نور به د دوی په ملاتړ له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.
ګل رحیم کیسه کوي چې لومړی شپه مو جومات کې راغله او د شپې ناوخته ویده شو، لا خوب نه و وړی چې د ډلې سرګروپ یې خواته د لواطت په نیت راغلی و، ګل رحیم انکار کړی، خو په مرګ ګواښل شوی او له همدې ویرې یې غاړه ایښې چې لواطت ورسره وشي.
ګل رحیم په خپلو خبرو کې ویلي چې څلور کسانو پرې جنسي تیری وکړ او له مجبورې یې هیڅ و نه ویل، خو کله چې سهار شو، ځان یې افغان ځواکونو ته وسپاره او له طالبانو ورته بندي خانه غوره ښکاره شوې ده.
دا نو یواځې د ګل رحیم کیسه ده، د طالبانو په لیکو کې زرګونه کم عمره کسان شته چې طالبان ترې خپله جنسي غریضه پوره کوي او بیا یې د اسلام په نوم د افغانانو پروړاندې جنګوي، دا نور تر ټولو لوی جهالت دی چې عزت بایله او اسلام ګټه.
په طالبانو کې دا اوس یو معمول ګرځیدلی چې لواطت کوي، دا ګنا ورته نه ښکاري، خو کلیوال په موبایل کې د سندرو او نورو وړو ګناهونو تر مرګه وهي.
لیکوال: نوید احمد څرک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply