اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو خبرې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : دامریکا لوړپوړې ډېپلوماټه نن په پاکستان کې د افغانستان سولې په تړاو خبرې پيلوي.

د رسنیو راپور له مخې د سوېلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس وېلس له کابل وروسته نن پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان سولې په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دغه ناستې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د خبرو لړیو دوام دی.

تر دې دمخه وېلس په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.

دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments