اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوترخوالي زیاتېدو په اړه خواشیني ښودلې

comments 0

14 Views

هندوکش – عربستان: اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوترخوالي زیاتېدو په اړه خواشیني څرګندوي او پر ټولو ښکېلوغاړو غږ یې وکړ، چې د سولې هڅې دې ګړندۍ کړي. د دغه سازمان مشر ډاکټر یوسف العثیمین ویلي، له ټولو اړخونو موغوښتنه دا ده، چې د تلپاتې سولې او اوربند لپاره لاس په کار شي او د داسې سولې لپاره پوره هلې ځلې وکړي، چې له ډېر وخت راهیسې یې افغانان په تمه دي. نوموړی وايي، د افغانستان هغه وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ولسي وګړي وژل شوي. ډاکټر العثیمین د خبرو مثبت پرمختګ ته په اشاره د ا هم ویلي، ټول افغانان باید د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. د دغه سازمان سرمنشي وايي هیله من دی چې د سولې روانې هڅې به د افغانانو هو ساینې او افغانستان ته د پرمختګ، امنیت راتلو سبب شي.
فصل احمد الکوزی

Share this page to Telegram

Comments