اسلامي همکاریو سازمان د مرستو ژمنه کړې

comments 0

12 Views

هندوکش – کابل: اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې پروسې او مشورتي لویې جرګې د جوړیدو برخه کې له افغان حکومت سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین اونی بتساني له ولسمشر سره په ارګ کې ولیدل.

په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د مارچ په لومړۍ او دوهمه نېټه د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږ څلوېښتمه غونډه جوړه وي.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې به د اسلامي نړۍ د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وشي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments